قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Food Navigator خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا اپلیکیشن کریو حلال (Crave Halal) نوم لري چې د ایفون موبایلو کښې ترې هم استفاده کېږي او همدارنګه دې نه استفاده کولو لپاره دا cravehalal.com سایټ باندې هم شتون لري.
دا اپلیکیشن دې وخت ۱۵۰ حلال مرکزونه د جنوبی کوریا په ۳۰ ښارونو کښې معرفي کوي او د دې اپلیکیشن جوړوونکې چې د امریکې او د کاناډا دوه ځوانان دې وایئ چې ډېر زر به یو شمېر نور حلال مرکزونه هم معرفي شي.
د دې اپلیکیشن جوړولو هدف په جنوبی کوریا کښې د محلي او د المپیک لیدلو لپاره راغلې مسلمانانو ته د حلال خوراک ځایونو اطلاع او امکانات وړاندې کول وو.
د مسلمانانو ټولنې شمېر په جنوبی کوریا کښې زیات ده دې خو ولی دې هیواد ته له آسیایي هیوادونو نه د اسلامی سیل کوونکو شمېر کښې وده شوي ده، په کال ۲۰۱۶ کښې جنوبی کوریا ته د مسلمانانو سیل کوونکو شمېر تقریباْ تر یو ملیون رسېدلې وو او د کوریا حکومت دا شمېر به ۲۰۱۸ کښې د ۲۰٪ ودې سره ښایي.
جنوبی کوریا ته زیات مسلمانه سیل کوونکې له اندونیزیا، مالیزیا او منځني ختیځ هیوادونو نه وې او وایئ چې تقریباْ په لسګونو زره مسلمانان سیل کوونکې به دې کال د المپیک مقابلې لیدلو لپاره جنوبی کوریا ته راځې، د ۲۰۱۸ المپیلک مقابلې له د کوریا په پیونګ چانګ ښار کښې له بهمن میاشتې ۲۰ نه تر اسفند میاشتې ۶ پورې پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3682460